د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر ملا عبدالمنان عمري په کابل کې د یوه سوداګریز مارکېټ د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې په هېواد کې د دومره لویو پروژو پرانیستل ښيي چې افغانستان یو خوندي هېواد دی او د پانګونې لپاره غوره او مناسب ځای دی.
هغه زیاته کړه چې د داسې ملي پروژو پلي کول به ډیرو خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، چې دا د حکومت او سوداګرو ترمنځ د ښې همغږۍ ښودنه کوي.