افغانستان

مولوي محمد قاسم خالد: د نیمروز روغتون باید ۲۰۰ بسترونو ته لوړ شي

د نیمروز ولایت د ۱۰۰ بستریز ولایتي روغتون د پرانستلو سره سم، د ولایت والي مولوي محمد قاسم خالد د عامې روغتیا له وزیر څخه وغوښتل چې د نیمروز روغتون ۲۰۰ بستریز ته لوړ کړي.

د نیمروز والي مولوي محمد قاسم خالد وویل چې هغه د عامې روغتیا وزارت له چارواکو څخه غوښتي چې د ولایتي روغتون تمویل او طبي تجهیزاتو چمتو کولو ته جدي پاملرنه وکړي، او ټینګار یې کړی چې روغتون باید ۲۰۰ بسترونو ته لوړ شي.

د نیمروز والي د دغه ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د یوه روغتون د جوړولو غوښتنه هم وکړه.

مولوي محمد قاسم خالد دا هم وویل چې په تیرو یوولسو میاشتو کې په نیمروز کې په بیلابیلو پروژو شاوخوا څلور میلیارده افغانۍ لګول شوي دي چې ځینې یې پرانیستل شوي او ځینې یې تر کار لاندې دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button