افغانستان

د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې یو روغتیايي مرکز پرانستل شو

د عامې روغتیا وزارت وايي چې د دې وزارت وزیر مولوي نور جلال جلالي هلمند ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د نږدې ۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت یو روغتیايي مرکز پرانیست.

د دې روغتیايي مرکز د پرانستلو په مراسمو کې ښاغلي جلالي وویل چې د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې د هیواد ټولو اتباعو ته باکیفیته روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button