پاول کلومن بیکن د ناروی سفیرد لومړي وزیر له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي چې داعش په افغانستان کې خپل ځواک یې له لاسه ورکړی او ځپل شوی دی.
ښاغلي بیکن د اسلامي امارت د لاسته راوړنو د اداري فساد په له منځه وړلو، امنیت تامین، د نشه یي توکو په له منځه وړلو او نورو برخو کې په قدردانی سره زیاته کړه چې هیواد یې د اسلامي امارت د مخالفینو ملاتړ نه کوي.
له بلې خوا مولوي عبدالکبیر په دې غونډه کې وویل چې اسلامي امارت د خپلو ملي ګټو او متوازنې پالیسۍ په رڼا کې له ټولو قوتونو سره مثبت تعامل غواړي.
د لومړي وزير سياسي مرستيال زياته کړه، چې اوس مهال په دولتي او خصوصي ادارو کې زرګونه افغان مېرمنې کار کوي او د ژوند له هر اړخه د خلکو غږ اورېدل کېږي.