نړۍ

شمالي کوریا د خوشه‌یي سرګلولې لرونکي بالستیک توغندي د بریالۍ ازموینې خبر ورکړ

د شمالي کوریا رسمي خبري اژانس راپور ورکړی، چې دغه هېواد د خپلو تاکتیکي بالستیک توغندیو د اغېزمنتیا د ارزونې په موخه د وسلو یوه نوې ازموینه ترسره کړې ده.

د دغه خبري اژانس د راپور له مخې، یاده ازموینه د «معیاري ډول ۲» په نوم د پرمختللو توغندیو د فعالیت د ارزونې لپاره په واقعي جګړه‌ییزو شرایطو کې ترسره شوې ده.

د راپور پر بنسټ، د دغو توغندیو خوشه‌یي سرګلوله کولای شي له ۱۲ تر ۱۳ هکټاره پورې ساحه تر پوښښ لاندې راولي او ویجاړه یې کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button