سیمهنړۍ

د ایران ولسمشر د روغتیایی مرکزونو پر بریدونو د نړیوالو ډاکټرانو غبرګون وښود

په کابل کې د ایران سفارت د مسعود پیزکیان له قوله ویلي چې د ایران ولسمشر د روغتیا نړیوال سازمان، سره صلیب، بې پولې ډاکټرانو او په ټوله نړۍ کې له ټولو ډاکټرانو څخه غوښتي چې د ایران په روغتونونو، درمل جوړونکو شرکتونو او طبي څیړنیزو ادارو باندې د امریکا او اسراییلو د بریدونو په رڼا کې د انسانیت پر وړاندې د دې ښکاره جرم په وړاندې غبرګون وښيي.

د زړه او رګونو جراح پزشکیان دا بریدونه د انسانیت پر وړاندې جرم وبلل او ټینګار یې وکړ چې روغتیايي مرکزونه او د انسان روغتیا باید د جګړې په وخت کې خوندي پاتې شي.

د ایران سفارت هم له افغان ډاکټرانو او طبي کارمندانو څخه غوښتي چې د ایران د ولسمشر د غوښتنې ملاتړ وکړي او د طبي ټولنې اعتراض له نړیوالو سازمانونو سره د همغږۍ له لارې نړۍ ته ورسوي.

تر اوسه پورې، د افغانستان اسلامي امارت دې موضوع ته ځواب نه دی ویلی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button