افغانستان

د کابل – کندهار پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله تر ۴۰ ډېر کسان وژل شوي دي

د غزني د عامې روغتيا رييس وايي، چې تېره شپه په دغه ولايت کې په دوو ترافيکي پېښو کې لږ تر لږه ٤٦ تنه مړه او ٨٠ نور ټپيان شوي دي.

د غزني د عامې روغتيا رييس زرک زيار وويل چې په وژل شويو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

لومړۍ پېښه د غزني په مرکز کې د کابل-کندهار پر لویه لار د یوه ټانکر سره د ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي موټر د ټکر او دوهمه پېښه د ناني په سیمه کې د یوه مسافر وړونکي موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.

د غزني د عامې روغتیا رییس وايي، د یو شمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک و، چې کابل ته لېږدول شوي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button