سیمه
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له سوریې وروسته ترکیې ته ولاړ
دمشق ته له خپل سفر وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ترکیې ته په خپل سفر کې وویل چې د سوریې حکومت او پوځ د یاغی وسله والو ډلو سره د مقابلې توان لري.
د ده په وینا، پر سوریې یرغل یوه غلطه محاسبه وه او ایران او د مقاومت ډلې به هم د دغه هېواد ملاتړ وکړي.
باید وویل شي، چې ښاغلی عراقچي به د دغه سفر په ترڅ کې د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره وګوري.
د خبرونو اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/14928