افغانستانسیمه

خلیلزاد: افغانستان او پاکستان باید نوی فصل پیل کړي

زلمي خلیلزاد، د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي، ویلي چې د تېرو ۳۰ کلونو تجربې ښيي چې په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د ملاتړ په اړه د پاکستان د څرګندونو او کړنو ترمنځ د پام وړ توپیر موجود و.

خلیلزاد په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور دورې ته په اشاره ادعا کړې چې اسلام‌اباد هغو وسله‌والو ته چې د امریکايي ځواکونو پر وړاندې یې جګړه کوله، پناه او ملاتړ ورکاوه؛ هغه ادعا چې د ده په وینا، پاکستان تل رد کړې ده.

هغه زیاته کړې چې «دا دوه‌ګونی لوبه باید ودرول شي» او اوس وخت رارسېدلی چې افغانستان او پاکستان په خپلو اړیکو کې نوی فصل پیل کړي.

خلیلزاد ټینګار کړی چې دواړه هېوادونه اقتصادي همکاریو او پرمختګ ته اړتیا لري او باید هوکړه وکړي چې د هېڅ یوه هېواد خاوره د بل هېواد د امنیت د ګواښلو لپاره ونه کارول شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button