د هېواد د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې اعلان وکړ، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د صادراتو کچه ۶۶۷،۳ میلیونه ډالره او د وارداتو کچه ۵ میلیارد او ۲۵۰،۵ میلیونه ډالرو ته لوړه شوې ده.
د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، په صادراتو کې تر ټولو زیاته برخه مېوې او په وارداتو کې د نفتي توکو برخه وه.