افغانستان
عبدالکبیر: په افغانستان کې تعصب له منځه تللی دی
د لومړي وزير سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير باميانو ولايت ته سفر وکړ او هلته يې د يووالي، ورورولۍ او همپالنې تر نامه لاندې په يوه ستره ولسي غونډه کې ګډون او وينا وکړه.
د لومړي وزير سياسي مرستيال په دې کتنه کې وويل: په افغانستان کې قومي، ژبني او سمتي تعصبونه له منځه تللي دي.
نوموړي همدا راز وویل چې نړۍ په دې حقیقت پوه شوې چې اسلامي امارت د افغانستان د خلکو ریښتینی استازی دی.
د لومړي وزیر سیاسي مرستیال په بهر کې د اسلامي امارت د ۴۰ تنو استازو شتون ته په اشارې سره زیاته کړه چې نړۍ له اسلامي امارت سره په سیاسي تعامل کې ده.
د لومړي وزير سیاسي مرستیال په وینا، اسلامي امارت د ټولو افغانانو ملکیت دی او د اسلامي نظام پلي کول د اسلامي امارت د مجاهدینو او افغان ولس غوښتنه هم وه.