افغانستان

په پنجشیر کې د نجونو د یوه ښوونځي سوځول

د پنجشېر ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې تېره شپه نهه بجې د پارنده بازارک د بي بي آمنه لېسه سوځول شوې ده.

د اور وژنې چارواکو په وینا، دوی ژر تر ژره رسیدلي او اور یې مړ کړی دی.

دپنجشير دامنيې قوماندانۍ وياند عبيدالله عقاب فاروقي وويل چې تراوسه پورې ددغې پيښې په اړوند دوه تنه نيول شوي دي او په خپل جرم يې اعتراف کړى دى او دوسيې به يې له قانوني چلند وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button