په پاکستان کې د افغانستان سفارت په ایکس صفحه کې لیکلي چې د افغان تازه میوو او سبزیو شاوخوا دوه زره لارۍ په پاکستان کې بندې دي.
په پاکستان کې د افغانستان سفارت وايي، یو شمېر محدودو کسانو د پاکستان په خیبر سیمه کې د افغاني تازه مېوو او سبزیو د لېږدونکو لاریو لاره تړلې ده.
سفارت همداراز زیاته کړې، چې د لارې د بندېدو له امله د هېواد سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان اوښتی دی.