نړۍ

اندونیزیا کې د خوږو جوړولو په یوه فابریکه کې اورلګېدنه؛ ۳۹ کسان ورک شوي دي

 فرانس پرېس خبري آژانس راپور ورکړی چې د جاکارتا ښار په لوېدیځ کې د سرنګ سیمې د «فونوسا اګونګ مولیا» په نوم د خوږو جوړولو په یوه فابریکه کې د پراخې اورلګېدنې له امله ۳۹ کسان ورک شوي دي.

 د ژغورنې ادارو د چارواکو په وینا، دغه اورلګېدنه د شنبې ورځې، د نومبر په ۲۱مه، له غرمې وروسته رامنځته شوې او څلور نور کسان پکې ټپیان شوي دي؛ اور د یکشنبې ورځې تر پایه د فابریکې په ځینو برخو کې لا هم بل و، چې له امله یې د لټون او ژغورنې چارې له ستونزو سره مخ شوې وې.

 د اورلګېدنې لامل لا هم نه دی روښانه شوی او سیمه‌ییز چارواکي د پېښې په اړه څېړنې کوي.

 د یادونې وړ ده چې رویټرز خبري آژانس د ورکو شویو کسانو شمېر ۳۶ او د وژل شویو کسانو شمېر درې تنه ښودلی دی؛ له همدې امله د دې پېښې په اړه د لومړنیو راپورونو شمېرې توپیر لري.

ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.

https://t.me/SafirTelevision1/38635

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button