سیمه

پر سعودي عربستان د یمن توغندیز بریدونه؛ په ریاض کې د خبرداري نښې او په جیزان کې د برېښنا پرې کېدو راپور

خبري سرچینې راپور ورکوي چې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې له یمن څخه د هوايي ګواښ د پېژندلو وروسته د خبرداري سیسټمونه فعال شوي دي؛ د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف اعلان کړی چې د ریاض پر لور یې درې توغول شوي بالستیک توغندي رهګیري او له منځه وړي دي.

 دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې دوه ورځې وړاندې د ریاض په ملک عبدالله مالي سیمه کې د سعودي عربستان د عامه پانګونې صندوق برج په یوه برید کې زیانمن شوی و، چې د حوثیانو له لوري ورته منسوب شوی دی؛ دغه ودانۍ د سعودي عربستان د پلازمېنې له لوړو برجونو څخه ده.

 په همدې وخت کې المیادین ټلوېزیوني شبکې د سعودي عربستان په سوېل کې د جیزان ښار په ځینو برخو کې د یمن د وسله‌والو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د پراخې برېښنا پرې کېدو راپور ورکړی دی؛ تر دې وړاندې هم پوځي ائتلاف اعلان کړی و چې د جیزان سیمې پر لور یې دوه توغول شوي توغندي رهګیري کړي او پاتې شوني یې د الشقیق سیمې ته نږدې لوېدلي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button