د فواید عامې وزیر ملا محمد عیسی ثاني په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عبادي سره د اقتصادي، سوداګریزو، ترانسپورتي همکاریو او د زیربنایي پروژو د پراختیا په اړه وکتل.
په دې کتنه کې د اوسپنې پټلۍ د پروژو د پرمختګ او د اګينې- اندخوى د لس کيلومتره پټلۍ د غځولو، د تورغني بندر د پراختيا او د نويو تاسيساتو د رامنځته کولو په باب خبرې وشوې.
دواړو لورو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې پر زیاتوالي او د ترانسپورت او زیربنایي پروژو په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
#افغانستان #ترکمنستان #ترانسپورت #اورګاډي #اقتصادي_همکارۍ








