افغانستان
د امریکا د منځمهالو ټاکنو مخکې د ایلان ماسک له لوري له جمهوريپالو سره د ۲۷۶ میلیون ډالرو زیاته مرسته
فاکس نیوز راپور ورکړی چې امریکایي میلیاردر ایلان ماسک د امریکا د منځمهالو ټاکنو په درشل کې له جمهوريپالو څخه د ملاتړ لپاره څه باندې ۲۷۶ میلیون ډالر ځانګړي کړي دي.
د راپور له مخې، ۱۵۸ میلیون ډالر د جمهوريپالو د سنا مجلس د نوماندانو د ملاتړ کمېټې، ۷۶ میلیون ډالر د «امریکا پَک» کمېټې او ۱۰ میلیون ډالر د کن پاکسټن د ملاتړ ډلې ته ځانګړي شوي دي.
دا مرستې په داسې حال کې کېږي چې ماسک تر دې مخکې د خپلو سیاسي مرستو د کمولو اعلان کړی و.
#ایلان_ماسک #امریکا #جمهوري_پال #منځمهالې_ټاکنې #سیاسي_مرستې








