یحیی سریع: سعودي ځواکونو پر یمن ۸۷ بریدونه کړي او په سعودي عربستان کې یې مهم مرکزونه په نښه کړي دي
د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند یحیی سریع ویلي، چې سعودي جنګي الوتکو او ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یمن پر پلازمېنې صنعا او الجوف، تعز، عمران، لحج، صعده، البیضاء، مأرب او إب ولایتونو ۸۷ هوايي او توغندیز بریدونه کړي، چې د نوموړي په وینا، یو شمېر ملکي وګړي پکې وژل شوي او ټپیان شوي دي.
سریع ویلي، چې د تاوتریخوالي د زیاتېدو له پیل راهیسې پر یمن د سعودي هوايي او توغندیزو بریدونو ټول شمېر ۵ زره او ۳۵۱ ته رسېدلی دی.
نوموړي همدارنګه د یمني ځواکونو د ځوابي عملیاتو خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر او د ریاض مالي مرکز یې د کروز توغندیو په وسیله په نښه کړي دي.
د نوموړي په وینا، په دوو نورو عملیاتو کې یې د جیزان په سیمه کې یو مهم هدف د بالستیک توغندیو او د خمیس مشیط په هوايي اډه کې یې یو هدف د بېپیلوټه الوتکې په وسیله په نښه کړی دی








