سیمهنړۍ

ایران پر خپلو اټومي، کیمیاوي او بیولوژیکي تاسیساتو د امریکا او اسرائیلو بریدونه وغندل

 غلام‌حسین درزي، په نیویارک کې د منځني ختیځ د اټومي وسلو او نورو ډله‌ییزو وژونکو وسلو څخه د پاکې سیمې جوړولو په اووم کنفرانس کې د ایران سفیر او استازي، د ایران پر اټومي، کیمیاوي او بیولوژیکي تاسیساتو د امریکا او اسرائیلو بریدونه وغندل.

 نوموړي د دغو بریدونو پر وړاندې د ځینو هېوادونو چوپتیا وغندله او ویې ویل چې دوه ګونی چلند د بې‌وسلې کولو او د اټومي وسلو د نه خپرېدو د نړیوال نظام اعتبار کمزوری کوي.

 د ایران استازي همدارنګه له اسرائیلو وغوښتل چې د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون (NPT) سره یوځای شي او خپل اټومي تاسیسات د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې تر څارنې لاندې راولي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button