د صهیونیستي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له ګادي آیزنکوت سره تر خبرو وروسته د یوه ملي یووالي حکومت د جوړولو غوښتنه کړې، چې د هغو ګوندونو استازي به پکې ګډون ولري چې د اسرائیلو د اشغال شوې خاورې له موجودیت څخه ملاتړ کوي. هغه ادعا کړې چې ایران د خپل اټومي پروګرام د بېرته راژوندي کولو هڅه کوي او ټینګار یې کړی چې له دې ګواښ سره د مقابلې لپاره یوه پراخګډونه حکومت ته اړتیا ده.
نتانیاهو همدارنګه د ملي یووالي حکومت د جوړولو لپاره د اختلافونو او سیاسي مخکینیو شرطونو د لرې کولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د اجباري پوځي خدمت مسئله هم د حریدی ټولنې د استازو په ګډون حل کېدای شي.
د دې غوښتنې په غبرګون کې، د اسرائیلي رژیم پخواني لومړي وزیر ګادي آیزنکوت د خبرو اترو لپاره د نتانیاهو بلنه «سیاسي مانور» بللې او ویلي یې دي چې د «یشار» ګوند او لیکود د مذاکره کوونکو ډلو غونډه له مخکې څخه د راتلونکې ورځې لپاره ټاکل شوې وه.
آیزنکوت نتانیاهو د بېلتون رامنځته کولو او د نوي حکومت د جوړېدو پر وړاندې د خنډونو د جوړولو په تور تورن کړی او ویلي یې دي چې د هغه په مشرۍ بېړني حکومت ته د ورګډېدو شرطونه د ده د وړاندیز شویو اصولو منل او له افراطي جریانونو څخه واټن نیول دي.
هغه همدارنګه له لیکود ګوند او د دیني صهیونیزم له جریان څخه غوښتنه کړې چې د سهشنبې په ورځ د پارلمان د رییس په توګه د متان کهانا د ټاکلو په ټاکنو کې د هغه د نوماندۍ ملاتړ وکړي او ویلي یې دي چې د ملي بېړني حکومت د ژر تر ژره جوړولو لپاره هڅې کوي.
ویډیو اړوند خبر په لاندې لینک کې وګورئ








