افغانستان

په تخار کې د ۵۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه عمومي روغتون د جوړولو چارې پیل شوي

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي تخار ولایت ته د خپل سفر پر مهال، د دغه ولایت د ورسج ولسوالۍ د یوه عمومي روغتون د بنسټ ډبره د ۵۹ میلیونه افغانیو په ارزښت کېښوده.

 ښاغلي جلالي وویل، د دې روغتون په بشپړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو ترلاسه کول اسانه شي. نوموړي زیاته کړه، چې دغه روغتون به د اکسیجن مرکزي سیستم او پولی‌کلینیک ولري او ټاکل شوې چې د جوړولو چارې یې په ۱۸ میاشتو کې بشپړې شي.

 د عامې روغتیا وزیر زیاته کړه، چې د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو د جوړولو بهیر پیل شوی، څو په بېلابېلو سیمو کې روغتیايي خدمتونه پراخ او د خلکو روغتیايي اړتیاوې د هغوی د استوګنې په سیمو کې پوره شي

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button