افغانستانویډیويي راپور

د سفیر دا ځل ښاري راپور: په مزارشریف ښار کې د قطغن جلبیو د تولید له یوې کارخانې څخه

جلبۍ د افغانستان د خلکو له دودیزو او مشهورو خوږو څخه ده، چې په بېلابېلو مناسبتونو او د خوښیو په محفلونو کې ځانګړی ځای لري. دا خوندوره خوږه د خپل سرو زرو په څېر رنګ او خوږ خوند له امله تل د ګڼو هېوادوالو د خوښې وړ ګرځېدلې او د هېواد په بازارونو کې ځانګړی شهرت لري.

د سفیر ښاري راپور دا ځل د بلخ ولایت مرکز، مزارشریف ښار کې د قطغن جلبیو د تولید یوې کارخانې ته ورغلی دی؛ هغه ځای چې یو شمېر کارګران او د دې کار استاد په خپله تجربه او مهارت سره د دغې دودیزې خوږې په تولید بوخت دي.

 په دې کارخونه کې د جلبیو د تولید بهیر، د لومړنیو توکو له چمتو کولو څخه نیولې، د پخولو، بڼې ورکولو او بازار ته د وړاندې کولو لپاره تر چمتو کولو پورې، د کارګرانو په هڅو او زحمت ترسره کېږي.

ویډیو اړوند خبر په لاندې لینک کې وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/38288

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button