په کویت کې د افغانستان د اسلامي امارت د سفارت سرپرست، مولوي محمد شفیق خطیب، د دغه هېواد د زندانیانو چارو ادارې له مرستیال ابو فهد منصور فایز البراک او د یادې ادارې د حقوقي چارو له مسوول علي عباس سره لیدنه کړې ده.
په دې لیدنه کې دواړو لورو په کویت کې د افغان زندانیانو د وضعیت په اړه خبرې او د نظرونو تبادله کړې ده.
#افغانستان #کویت #افغان_زندانیان #ډیپلوماتیکې_اړیکې








