زلنسکي: د روسیې د نفتو پر سکتور د اوکراین بریدونه په زور دوام کوي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي ویلي، د روسیې پر تصفیهخانو او د تېلو پر تاسیساتو د دغه هېواد اوږد واټن ویشتونکي بریدونه به د اوکراین د انرژۍ پر بنسټیزو تاسیساتو د مسکو د بریدونو په غبرګون کې دوام ومومي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، زلنسکي د جمعې په ورځ (د نومبر ۶مه) ویلي، روسیه لا هم د اوکراین برېښناکوټونه، د برېښنا شبکې، د تودوخې برابرولو تاسیسات او د اوبو رسولو سرچینې د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو بریدونو هدف ګرځوي او د کړکېچ د کمولو لپاره له عملي ګامونو اخیستو ډډه کوي.
د اوکراین ولسمشر ټینګار کړی چې کییف د خپلو راتلونکو اوږد واټن ویشتونکو بریدونو موخې مشخصې کړې دي او دا بریدونه به تر هغه وخته دوام وکړي، څو مسکو د سولې د ترلاسه کولو لپاره رښتینې اراده وښيي.
زلنسکي همدارنګه څرګنده کړې چې د روسیې د تېلو پر تاسیساتو د اوکراین د بریدونو درول، د اوکراین د انرژۍ پر بنسټیزو تاسیساتو د روسیې د بریدونو له درېدو سره تړاو لري.







