نړۍ

د رسنیو اوومه نړیواله غونډه د ۱۱۲ هېوادونو د استازو په ګډون په بېجینګ کې پیل شوه

د رسنیو اوومه نړیواله غونډه د پنجشنبې په ورځ، د نومبر په ۵مه، د چین د شینهوا خبري آژانس او د دغه هېواد د پلازمېنې بېجینګ ښاروالۍ په ګډ کوربه‌توب پیل شوه او د نومبر تر ۹مې به دوام وکړي.

د شینهوا خبري آژانس او د اسلامي همکاریو سازمان د خبري آژانسونو د اتحادیې (UNA) د راپور له مخې، په دې غونډه کې د ۱۱۲ هېوادونو او سیمو شاوخوا ۵۰۰ استازي، چې د نږدې ۳۳۰ رسنیزو بنسټونو، څېړنیزو مرکزونو، دولتي ادارو او نړیوالو سازمانونو استازیتوب کوي، ګډون لري.

د دې غونډې اصلي موضوع «د مصنوعي ځیرکتیا په عصر کې رسنۍ؛ له ګډې هوکړې تر عملي ګامونو» ده. ګډونوال به د رسنیو پر بدلونونو، نړیوالې همکارۍ، د معلوماتو پر کره‌والي او د نړۍ د اړیکو پر راتلونکي د مصنوعي ځیرکتیا د اغېزو په اړه بحثونه او د نظرونو تبادله وکړي.

همدارنګه، د رسنیو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا، د ناسمو معلوماتو پر وړاندې مبارزه او نوې ټکنالوژۍ ته د مخ پر ودې هېوادونو د لاسرسي پراختیا د دې غونډې له مهمو بحثونو څخه بلل شوي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button