سیمهنړۍ

هسپانیه د اسراییلو شارژدافیر احضار کړ

د هسپانیې حکومت د غزې په مرستندویه کښتۍ کې د فعالانو د نیولو وروسته د اسراییلو شارژدافیر احضار کړ او دا عمل یې په کلکه وغندلو.

د راپورونو له مخې، په دې پیښه کې د اسراییلو ځواکونو لخوا د ۳۰ هسپانوي اتباعو په ګډون ۱۷۵ فعالان نیول شوي دي.

په ورته وخت کې، د نیویارک ښاروال ظهران ممداني هم ویلي دي چې اسراییلي ځواکونو د یونان ساحل ته نږدې په نړیوالو اوبو کې غزې ته د بشري مرستو لیږدولو یوه کښتۍ ودروله او له ۱۷۵ څخه ډیر کسان یې ونیول، چې په کې د نیویارک یو شمیر اوسیدونکي هم شامل دي.

هغه زیاته کړه چې د هغه ټیم د بندیانو د وضعیت د څیړلو لپاره د ایالت او فدرالي ادارو سره په تماس کې دی.

د هغه په ​​وینا، دا عمل د نړیوال قانون څخه ښکاره سرغړونه ده او ټول نیول شوي کسان باید ژر تر ژره خوشې شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button