ریبار: اوکرایني ځواکونو د دنیپروپتروفسک په جبهه کې پرمختګ کړی او خپل مورچلونه یې ټینګ کړي دي
د روسیې پوځي وېبسایټ «ریبار» د دنیپروپتروفسک جبهې د وضعیت په اړه په یوه راپور کې منلې، چې اوکرایني ځواکونه په وروستیو میاشتو کې توانېدلي د وولچیا جهیل په سوېل کې د لانجمنو سیمو ځینې برخې ونیسي او په دغو سیمو کې خپل مورچلونه ټینګ کړي.
د راپور له مخې، اوکرایني ځواکونه د دې جبهې په شمالي برخه کې د خپلو مورچلونو پیاوړتیا او د هغو سنګرونو پاکولو ته دوام ورکوي، چې مخکې د روسي ځواکونو په واک کې وو؛ په داسې حال کې چې روسي ځواکونه په سوېلي ځنګلي سیمو کې د کشفي عملیاتو او د اوکرایني ځواکونو د نفوذ د مخنیوي په هڅو بوخت دي.
ریبار د کومار په سیمه کې وضعیت هم د اندېښنې وړ بللی او د اوکرایني ځواکونو د بریدونو او خوځښتونو د دوام خبر یې ورکړی دی؛ خو دغه رسنۍ ادعا کوي، چې روسي ځواکونه لا هم د کومار سیمه تر خپل کنټرول لاندې لري او د ولیکایا نووسیلکا پر لور د اوکرایني ځواکونو پراخ پرمختګ نه دی تایید شوی.
دغه راپور ښيي، چې د دنیپروپتروفسک په جبهه کې نښتې لا هم دوام لري او د ځینو سیمو د کنټرول وضعیت د دواړو لورو ترمنځ لانجمن دی.








