سیمهنړۍ

نتانیاهو په ملګرو ملتونو کې پر ایران د اټومي تاسیساتو د برید دفاع وکړه

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۱مې غونډې په خپله وینا کې پر ایران د اټومي تاسیساتو برید د خپلې صدراعظمۍ د دورې له تر ټولو اسانه پرېکړو څخه وبلله او ادعا یې وکړه چې اسرائیلو په دې اقدام سره له خپل ځان او نورو هېوادونو څخه دفاع کړې ده.

نتانیاهو همداراز ادعا وکړه چې د هغو هېوادونو یو شمېر مشرانو چې په علني توګه پر اسرائیلو نیوکې کوي، په خصوصي خبرو کې یې پر ایران د اټومي تاسیساتو له برید څخه مننه کړې ده.

هغه د خپلې وینا په یوه بله برخه کې د سوریې ولسمشر احمد الشرع ته د جولان لوړو په اړه څرګندونې وکړې او ویې ویل چې یهودیان د حضرت موسیٰ له زمانې راهیسې په دې سیمه کې حضور لري.

د نتانیاهو د وینا پیل د یو شمېر حاضرو کسانو له اعتراض او «هو» ویلو سره مل و او لسګونو پلاوو د هغه د وینا له پیل مخکې د عمومي اسامبلې تالار پرېښود؛ نتانیاهو د دې اقدام په غبرګون کې له پاتې حاضرو کسانو وغوښتل، چې که غواړي، تالار پرېږدي.

د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.

https://t.me/SafirTelevision1/36446?single

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button