افغانستانسپورت

افغانستان د هانګ‌کانګ د شپږیزو نړیوالو کرکټ سیالیو اتلولي خپله کړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د هانګ‌کانګ د شپږیزو نړیوالو سیالیو په پایلوبه کې استرالیا ته په ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو اتلولي خپله کړه.

افغان لوبډلې د یکشنبې په ورځ له غرمې مخکې په ترسره شوې پایلوبه کې د څلورو وېکټو په توپیر د استرالیا لوبډلې ته ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې خپل کړ.

افغانستان پایلوبې ته تر رسېدو مخکې د سویلي افریقا، عمان او سکاټلنډ لوبډلو ته هم ماتې ورکړې وې.

دغه سیالۍ د ۱۲ لوبډلو په ګډون د هانګ‌کانګ په کوربه‌توب ترسره شوې

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button