سیمه

یحیی سریع: پر یمن د سعودي عربستان د بریدونو شمېر ۳۱۷۹ ته ورسېد؛ یمني ځواکونو په سعودي خاوره کې د درېیو عملیاتو خبر ورکړ

د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند، یحیی سریع، ویلي چې سعودي عربستان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د حجه، لحج، عمران، صعده، الجوف، تعز او اب ولایتونو پر ملکي اهدافو ۵۶ بریدونه کړي دي. د هغه په وینا، د کړکېچ له زیاتېدو راهیسې د هوايي او توغندیزو بریدونو ټول شمېر ۳۱۷۹ ته رسېدلی دی.

سریع همداراز ویلي چې یمني ځواکونو د لسګونو بالستیک توغندیو په کارولو سره د سعودي عربستان په خاوره کې درې پوځي عملیات ترسره کړي دي. د نوموړي په وینا، په دغو عملیاتو کې په ریاض کې د ملک خالد هوايي ډګر، په خمیس مشیط کې د ملک خالد هوايي اډې تاسیسات او پوځي مرکزونه، او په جیزان کې د سرحدي ګارد ځواکونو سمندري اډه په نښه شوې ده.

د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند ادعا کړې چې په جیزان کې پر سمندري اډې د برید له امله یو شمېر سعودي سرتېرو او افسرانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button