سیمه
د ترکیې په شمال کې د کان چاودنه؛ ۲ تنه وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي
د ترکیې د زونګولداغ ولایت د کیلیملې ښار ته نږدې په یوه کان کې د چاودنې له امله دوه کارګران وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي. د ژغورنې ډلې هڅه کوي، چې یو بل کارګر ته هم لاسرسی ومومي، چې د کان دننه بند پاتې دی.
د اسوشیټډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، دغه چاودنه نن د تور سمندرګي په ساحلي سیمه کې شوې ده. د پېښې لامل لا هم نه دی معلوم او د ژغورنې او روغتیايي مرستې ډلې سیمې ته لېږل شوې دي.
د زونګولداغ والي عثمان حاجيبکتاشاوغلو ویلي، چې د دوو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی او له هغوی څخه یو کس به د نورو درملنو لپاره د ترکیې پلازمېنې انقرې ته ولېږدول شي.







