سیمهنړۍ

عراقچي: امریکا په تېرو درېیو کلونو کې د اسرائیلو د دفاع لپاره ۱۱ میلیارده ډالره لګولي دي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي ویلي، چې امریکا په تېرو درېیو کلونو کې د امریکايي مالیه ورکوونکو له پیسو څخه ۱۱ میلیارده ډالره د صهیونیستي رژیم د اسرائیلو د توغندیزې دفاع لپاره لګولي دي.

عراقچي ته په اشارې سره چې امریکا د اسرائیلو د دفاع لپاره ان د دغه رژیم په پرتله ډېر رهګیري توغندي هم توغولي دي، په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي، چې دا اړیکه نور د متقابلو ګټو پر بنسټ نه ده، بلکې یو اړخیزه او پرازیتي اړیکه ده.

په همدې حال کې، د امریکا د کانګرس د بودجې دفتر د یوه راپور له مخې، چې د پنسلوانیا ایالت د کانګرس غړي برېنډن اېف. بویل په غوښتنه چمتو شوی، د ۲۰۲۶ کال د اګست تر لومړۍ نېټې پورې له ایران سره جګړې امریکا ته نږدې ۴۰ میلیارده ډالره لګښت اړولی دی.

د امریکا د جګړې وزارت د اټکل له مخې، د دغو لګښتونو شاوخوا ۳۸ میلیارده ډالره د پنټاګون اړوند دي. په دې لګښتونو کې د مصرف شویو مهماتو او له لاسه تللو تجهیزاتو ځای پر ځای کول، د الوتنو د ساعتونو زیاتوالی، پوځي عملیات او د سون توکو لګښتونه شامل دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button