د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت د مقام دفتر د رییس، سعید احمد بنوري په مشرۍ یوه ګډ پلاوي ترکیې ته د سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د کډوالۍ ادارې له مرستیال مراد قرهکایا او یو شمېر نورو چارواکو سره لیدلي دي.
د دغه وزارت په وینا، په دې لیدنه کې په ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل، د کډوالۍ چارو د مدیریت او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ د پیاوړتیا په اړه خبرې شوې دي.
ترکي چارواکو ویلي، د کډوالو د شمېر له زیاتوالي سره سره هڅه کوي چې د هغوی د داوطلبانه بېرته ستنېدو زمینه برابره کړي او د افغانستان او ترکیې ترمنځ اړیکې پیاوړې کړي.
افغان پلاوي هم په ترکیه کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې لپاره د ګډې همغږۍ غوښتنه کړې ده.
#افغانستان #ترکیه #افغان_کډوال #کډوالي #راستنېدونکي








