نړۍ
د سپتمبر ۲۹مه د زړه له نړیوالې ورځې سره برابره ده
هر کال د سپتمبر ۲۹مه د زړه د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي؛ هغه ورځ چې موخه یې د زړه او رګونو د ناروغیو، دماغي سکتې او د دغو ناروغیو د مخنیوي د لارو په اړه د عامه پوهاوي کچه لوړول دي.
دغه ورځ د زړه د نړیوال فدراسیون په نوښت رامنځته شوې او له ۲۰۰۰ میلادي کال راهیسې په بېلابېلو هېوادونو کې د عامه پوهاوي د پروګرامونو په جوړولو سره لمانځل کېږي.
د زړه په نړیواله ورځ د زړه د ناروغیو د خطر د عواملو پر کمولو او د سالم ژوند د طریقې پر اهمیت ټینګار کېږي؛ چې په دې کې منظم فزیکي فعالیت، سالمه تغذیه او له تمباکو څخه ډډه کول شامل دي








