افغانستان

په درېیو ولایتونو کې د سلګونو کیلوګرامه نشه‌يي توکو او زرګونو نشه‌کوونکو ګولیو کشف او ضبط

د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د نیمروز، کابل او اروزګان ولایتونو کې د پولیسو ځواکونو د جلا عملیاتو په پایله کې، سلګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکي، زرګونه نشه‌کوونکې ګولۍ او له یو ټن څخه ډېر یامه کشف او ضبط شوي دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، په نیمروز کې ۶۱۵ کیلوګرامه بېلابېل ډوله نشه‌يي توکي، په کابل کې ۴ زره او ۵۰۰ دانې نشه‌کوونکې ګولۍ او په اروزګان کې یو زر او ۱۷۰ کیلوګرامه یامه کشف او ضبط شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغو توکو د قاچاق په تړاو څلور کسان هم نیول شوي او د دوسیو له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button