افغانستانسیمه

ایران په راتلونکو میاشتو کې د افغانستان په اړه د څلور اړخیزې غونډې د جوړېدو خبر ورکړ

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقايي، اعلان کړی چې تهران به په راتلونکو میاشتو کې د افغانستان په اړه د یوې څلور اړخیزې غونډې کوربه وي.

نوموړي ویلي چې ایران د دې غونډې د جوړېدو لپاره ډیپلوماتیکې خبرې اترې او سفرونه پیل کړي، خو د غونډې د کره نېټې، ګډونوالو هېوادونو او اجنډا په اړه یې جزئیات نه دي ورکړي.

د دې چوکاټ په تېرو غونډو کې ایران، روسیې، چین او پاکستان د سیمه‌ییز امنیت، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې کړې وې.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې هم د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په پنځمه د افغانستان په اړه د مسکو فارمت اتمه غونډه کوربه‌توب کړې وه، چې د افغانستان، چین، هند، ایران، پاکستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو استازو پکې ګډون کړی و.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button