سیمهنړۍ

ایراني چارواکي: د بندیزونو لرې کولو او شتمنیو خوشې کولو پرته به هیڅ موافقه ونشي

یو ایراني چارواکي له الجزیرې سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې د ایران د کنګل شویو شتمنیو خوشې کولو او بندیزونو لرې کولو پرته به هیڅ موافقه ممکنه نه وي.

هغه دا هم وویل چې متحده ایالاتو د تفاهم لیک په مسوده کې داسې بدلونونه راوستي دي چې د تهران له نظره د منلو وړ ندي.

ایراني چارواکي خبرداری ورکړ چې د اوربند هر ډول سرغړونه کولی شي د خبرو اترو پروسه اغیزمنه کړي او ایران به د داسې اقداماتو په وړاندې جدي ځواب ووایی.

د سرچینې په وینا، په سیمه کې د دوامداره ثبات او امنیت ترلاسه کول د تیري په وړاندې د اغیزمن مخنیوي میکانیزم رامینځته کولو ته اړتیا لري.

#ایران #امریکا #بندیزونه #خبرې اترې #الجزیره #اوربند

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button