افغانستانسیمه

خلیلزاد د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو او دوه‌اړخیزې هوکړې غوښتنه وکړه

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، د جګړو د پراخېدو د مخنیوي په ټینګار ویلي، کابل او اسلام‌اباد باید د جګړې د زیاتولو او د هند او روسیې د ښکېلولو پر ځای، د تاوتریخوالي د کمولو او دوه‌اړخیزې هوکړې له لارې خپل اختلافات حل کړي.

خلیلزاد ټینګار کړی چې دواړه هېوادونه باید ژمنه وکړي، چې هېڅ لوري ته به اجازه نه ورکوي څو د دوی له خاورې څخه د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) او داعش په ګډون، د افرادو او ډلو له خوا د ګاونډي هېواد د ګواښلو لپاره کار واخیستل شي.

نوموړي په پای کې ویلي چې اوس توپ د پاکستان په میدان کې دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button