د اسلامي امارت رهبر په لویو لارو کې د ترافیکي پیښو د عاملینو د نیولو امر صادر کړ
د اسلامي امارت مشر شیخ هبت الله اخندزاده په پنځه ماده یي حکم کې د کورنیو چارو وزارت ته امر کړی چې د هیواد په لویو لارو کې د ترافیکي پیښو عاملین ونیسي او په هر حالت کې یې اړوندې محکمې ته وسپاري.
د دې حکم پر بنسټ، چې د چارو د ادارې عمومي ریاست لخوا صادر شوی، د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت هم مکلف دی چې د ترافیکي پیښو د عاملینو په پیژندلو او نیولو او د اړوندو اسنادو او معلوماتو راټولولو کې د کورنیو چارو وزارت سره بشپړه همکاري وکړي.
محکمې هم مکلفې دي چې د ترافیکي پیښو قضیو ته لومړیتوب ورکړي او د قربانیانو د وارثانو حقونه تضمین کړي.
د دې حکم د پنځمې مادې پر بنسټ، پورته ذکر شوی حکم به د صادریدو له نیټې څخه نافذ وي او په رسمي جریده کې به هم خپور شي.
#افغانستان #هبت الله اخوندزاده #ترافيکي پېښې #د کورنيو چارو وزارت #لويې لارې #محکمه #د قربانيانو حقونه #سفيرټي وي








