افغانستان
په پکتیا ولایت کې ۱۰ بیریټا ټوپکونه او ۱۰۰۰ ګولۍ کشف شوې
د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ پولیسو اعلان کړی چې دوی ۱۰ امریکایی بیریټا ټوپکونه او ۱۰۰۰ ګولۍ مهمات کشف او ضبط کړي دي.
د امنیتي سرچینو په وینا، دا وسلې او مهمات د ولسوالۍ په “زندو” سیمه کې پیژندل شوي او د پولیسو د عملیاتو په جریان کې نیول شوي دي.
راپورونه ښیي چې دا تجهیزات د قاچاق وړونکو لخوا له پاکستان څخه افغانستان ته لیږدول کیدل، مګر قاچاق وړونکي د نیول کیدو دمخه له سیمې تښتیدلي دي.
امنیتي چارواکي وايي چې په دې قضیه کې د ښکیلو کسانو د پیژندلو او نیولو لپاره عملیات لاهم روان دي.







