افغانستان
په کابل کې د جاپاني او هندي لویو بسونو د فعالیت پیل؛ د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمولو هڅې
د ملي بس شرکت اعلان کړی، چې د ترانسپورتي خدمتونو د ښهوالي او د ښاري ګڼې ګوڼې د کمولو په موخه، د جاپان جوړ «ایسوزو» او د هند جوړ «ټاټا ۱۳۱۳» ډوله لوی بسونه د کابل ښار په یو شمېر مسیرونو کې فعالوي.
د دولتي شرکتونو عمومي ریاست ویاند محمد نبي بهار ویلي، چې دغه بسونه به هره ورځ له ماسپښین ۲ بجو څخه د ماښام تر ۶ بجو پورې د ده افغانانو او پامیر سینما له سیمو څخه ښاریانو ته ترانسپورتي خدمتونه وړاندې کوي.
د نوموړي په وینا، دغه بسونه په هر سفر کې د ۱۰۰ څخه د زیاتو مسافرو د لېږدولو ظرفیت لري او د دوی د فعالیت موخه د ښاریانو د تګ راتګ اسانتیا او په پلازمېنه کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې کمول دي








