په مالیزیا کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت سرپرست نقیبالله احمدي، د آسهآن سازمان د اسلامي دعوت شورا له رییس شیخ ابو محمد بویا حصري سره لیدنه او خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې د اسلامي او کلتوري اړیکو پر پیاوړتیا، علمي او دعوتي همکاریو او د اسلامي بنسټونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا خبرې شوې دي.
دواړو لورو د ګډو همکاریو پر پراختیا او د اړوندو بنسټونو ترمنځ د تجربو پر تبادلې ټینګار کړی دی.








