افغانستان
د ۱۴۰۶ کال کانکور ازموینې د نوملیکنې بهیر پیل شو
د ازموینو عمومي ادارې اعلان کړی، چې د ۱۴۰۶ لمریز کال د کانکور ازموینې لپاره د ښوونځیو او دیني مدرسو د فارغانو د نوملیکنې بهیر پیل شوی او د روان کال د لیندۍ میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې به دوام وکړي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، غوښتونکي کولای شي د نوملیکنې فورمه د ازموینو عمومي ادارې له رسمي وېبپاڼې څخه ترلاسه او د ټاکل شویو لارښوونو له مخې یې ډکه کړي.
یادې ادارې ویلي، چې د کانکور ازموینه د دولسم ټولګي د فارغانو د فکري او ښوونیزو وړتیاوو د ارزونې او تحصیلي بنسټونو ته د وړ کسانو د ورپېژندلو په موخه ترسره کېږي.
د ازموینو عمومي ادارې تر دې وړاندې هم د نوملیکنې د بهیر د پیل خبر ورکړی و او د هېواد په ولایتونو کې یې د فورمو د ډکولو د څرنګوالي په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه هم ترسره کړي دي








