د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د غنمو په ګډون د هیواد د بشري مرستو لومړۍ جوپه افغانستان ته راورسېده.
دا مرسته د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) سره د روسیې د همکارۍ یوه برخه ده او ټولټال شاوخوا ۳،۹۷۷ ټنه ده.
د سرچینو په وینا، د دې جوپه د سپارلو مراسم د پنجشنبې په ورځ (د اپریل ۲۳، ۲۰۲۶) په مزار شریف ښار کې ترسره شول، چې په ترڅ کې یې د دې مرستې لومړۍ برخه په رسمي ډول افغانستان ته وسپارل شوه.







