نړۍ

د پانقراس سرطان د درملنې لپاره یوه نوې خوراکي دوا هیله‌بښونکې پایلې ښيي

پر ۶۱ هغو ناروغانو چې د پانقراس په پرمختللي سرطان اخته وو، د یوې کلینیکي څېړنې پایلې ښيي چې د «داراکسونراسیب» (Daraxonrasib) په نوم خوراکي دوا د تومورونو د ودې په کنټرول او د هغوی په کوچني کولو کې د پام وړ اغېزمنتیا لرلې ده.

 د دې څېړنې د موندنو له مخې، د ۹۰ سلنه ناروغانو د تومورونو وده درېدلې، د څه باندې ۶۰ سلنه ناروغانو د تومورونو اندازه کمه شوې او د شاوخوا ۸ سلنه ناروغانو تومورونه د سي‌ټي‌سکن په انځورونو کې نور د تشخیص وړ نه وو.

 همدارنګه، د درملنې له پیل یو کال وروسته د ناروغانو د ژوندي پاتې کېدو کچه ۷۶.۶ سلنې ته رسېدلې او د هغوی د څارنې منځنۍ موده ۱۸ میاشتې ښودل شوې ده.

 دغه دوا د «KRAS» کورنۍ پر هغو بدلون موندونکو پروټینونو اغېز کوي چې د سرطاني حجرو په وده کې رول لري او د دغو حجرو فعالیت مهاروي؛ څېړونکي هیله لري چې په راتلونکي کې به دا درملیزه لاره د سرطان د نورو ډولونو په درملنه کې هم اغېزمنه ثابته شي.

 خو متخصصانو ټینګار کړی، چې دغه دوا لا هم د پانقراس سرطان قطعي درملنه نه ده او د اغېزمنتیا او خوندیتوب د ارزونې لپاره یې نورو څېړنو، ازمایښتونو او اوږدمهالو څارنو ته اړتیا ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button