افغانستان

د پنجشېر بزګرانو ته د ۱۰ زره الوچو نیالګیو د وېش پروژه پیل شوه

د پنجشېر ولایت د رسنیو دفتر وايي، د بڼوالۍ د پراختیااو د دوامداره عایداتي سرچینو د رامنځته کولو په موخه، په دغه ولایت کې د ۱۰۰ بزګرانو ترمنځ د ۱۰ زره الوچو نیالګیو او د بڼوالۍ د وسایلو د وېش لړۍ پیل شوې ده.

 دغه پروژه د یو نیم میلیون افغانیو په لګښت پر ۱۰۰ جریبه ځمکه پلې کېږي او د شتل، عنابې، رخه ولسوالیو او د بازارک مرکز بزګران به ترې ګټه واخلي.

ځايي چارواکي وايي، د پنجشېر الوچې د کورنیو بازارونو ترڅنګ پاکستان، هند، د منځنۍ اسیا هېوادونو، روسیې او متحده عربي اماراتو ته هم صادرېږي. همدارنګه هڅې روانې دي چې د پنځو سوداګرو پانګونه راجلب شي، څو د دغه ولایت د بڼوالۍ له محصولاتو څخه د جوس او غیرالکولي څښاکونو د تولید فابریکه جوړه شي.

 د مسوولینو په وینا، په روان کال کې په پنجشېر کې د شاوخوا یو میلیون ډالرو په ارزښت د کرنې سلګونه پروژې جذب او پلې شوې دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button