د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اعلان کړی چې د افغانستان د سنوکر ملي فدراسیون درې لوبغاړي او یو پلاوی د دې لوبې د نړیوال جام سیالیو کې د ګډون په موخه عمان ته روان شوي دي.
دغو لوبغاړو له سفر مخکې د المپیک، بدني روزنې او ورزش له عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق او د دې ادارې له تخنیکي او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ سره مخهښه کړې ده. د ورزش ادارې مشرتابه د دوی د هڅو ستاینه کړې او د بریا هیله یې ورته کړې ده.
د سنوکر نړیوال جام سیالۍ به د نومبر له ۲۳مې تر ۲۹مې نېټې پورې د عمان په پلازمېنه مسقط ښار کې په انفرادي او ډلهییزو برخو کې ترسره شي.








