پر اېفبيآی او د امریکا د کرنې وزارت سایبري بریدونه؛ دوه دولتي ادارې د هکرانو د نفوذ هدف وګرځېدې
سياېناېن خبري شبکې راپور ورکړی چې اېفبيآی د دې ادارې د ملي جرمونو د معلوماتو ډیټابېس ته د هکرانو د نفوذ په اړه څېړنې پیل کړې دي؛ دغه سیسټم د امریکا د فدرالي، ایالتي او سیمهییزو پولیسو ترمنځ د معلوماتو د تبادلې لپاره کارول کېږي.
په دغه معلوماتي ډیټابېس کې د نیولو د حکمونو، تر پلټنې لاندې کسانو او د خلکو د مخینو په اړه معلومات شامل دي؛ دا په وروستیو میاشتو کې د اېفبيآی پر سیسټمونو دویم سایبري برید دی. د سپټمبر په میاشت کې هم د یوه سایبري برید له امله د دې ادارې د یو شمېر کارکوونکو شخصي معلومات غلا شوي وو.
په همدې وخت کې د امریکا د کرنې وزارت هم د سایبري برید هدف ګرځېدلی دی؛ د کرنې وزارت مرستیال ریچارډ فورډایس په کنزاسسیتي ښار کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې د دې وزارت په سیسټمونو کې رامنځته شوې ګډوډي د یوه سایبري ګواښ له امله وه او د سافټویرونو له نوي کولو سره یې تړاو نه درلود.
نوموړي ویلي، چې په دې پېښه کې د پېژندنې هېڅ شخصي معلومات نه دي افشا شوي او هېڅ معلومات هم له منځه نه دي تللي.








