افغانستاناقتصاد

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر د تانزانیا په اووم کنفرانس کې ګډون وکړ

 د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د تانزانیا د پانګونې په اووم کنفرانس (TMIC 2026) کې ګډون وکړ، چې د نومبر له ۱۹مې تر ۲۱مې نېټې پورې د دغه هېواد په دارالسلام ښار کې جوړ شوی دی.

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی، چې عزیزي د دغه کنفرانس په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو له یو شمېر چارواکو او د نړیوالو شرکتونو له استازو، د تانزانیا د ولسمشر له مرستیال دئوګراتیوس جان ندیمبي سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

 نوموړي همدارنګه په هغه ګردي مېز کې ګډون کړی، چې د بېلابېلو ګډون کوونکو هېوادونو د وزیرانو او استازو په حضور کې جوړ شوی و او د پانګونې د فرصتونو او د صنعتونو د پراختیا په اړه یې نظرونه تبادله کړي دي.

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، دغه کنفرانس د څه باندې ۱۷۰۰ تنو په ګډون جوړ شوی و، چې د افغانستان د پانګونې د وړتیاوو او فرصتونو د معرفي کولو او له تانزانیا او نورو هېوادونو سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا زمینه یې برابره کړې ده.

 

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button