سیمه
په فارس خلیج کې د سعودي عربستان اوبو ته نږدې یوه نفتلېږدوونکې بېړۍ په نښه شوې ده
د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې خبر ورکړی چې په فارس خلیج کې د سعودي عربستان اوبو ته نږدې یوه نفتلېږدوونکې بېړۍ د دوو نامعلومو توغندیو له لوري په نښه شوې ده.
د یادې ادارې په وینا، دغه بېړۍ د فارس خلیج سوېل ختیځ لوري ته د تګ پر مهال د سعودي عربستان د رأسالخفجي ختیځ لوري ته په ۷۲ سمندري میله واټن کې، له چپ لوري د دوو نامعلومو توغندیو هدف ګرځېدلې ده.








